د ښارواليو چارو د همغږۍ رئيس د يوناما د دفتر له وياند سره وکتل

د ښارواليو چارو د همغږۍ رئيس د يوناما د دفتر له وياند سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون لوی رئيس الحاج عبدالقاهر فيروز نن دوشنبه ( جمادی الاولی 20 مه/ليندۍ 13مه ) په کابل کې د ملګرو ملتونو يوناما د دفتر له وياند ښاغلي محمد حسن سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

د يوناما د دفتر وياند محمد حسن په افغانستان کې د ټوليز امنيت د ټينګښت هرکلی وکړ او ويې ويل، چې د ښارواليو چارو د سمون لوی رياست په چوکاټ کې د مشورتي او ولسي شوراګانو شتون او فعاليتونه مؤثر دي او په وینا يې چې دا ډول فعاليتونه د حساب ورکولو په برخه کې شفافيت رامنځته کوي او د حکومتولۍ په پياوړتيا کې مهم رول لري.

په ورته وخت کې د چارو ادارې لوی رياست د ښاروالۍ د چارو د سمون عمومي رئیس حاجي عبدالقهار فیروز په کابل کې د ملګرو ملتونو د همېشنۍ همکارۍ او په ځانګړې توګه د بشردوستانه فعاليتونو مننه وکړه او له خپل لوري يې ډاډ ورکړ چې د يوناما د پروګرامونو په تطبيق کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او د هېواد د ابادۍ په برخه کې يې د خلکو ونډه مهمه وبلله.
کابل کې د يوناما د دفتر وياند په دې غونډه کې د خپل لوري د همکاريو او بشردوستانه فعاليتونو په اړه د همغږۍ دا ډول نورو غونډو جوړولو ژمنه وکړه.