د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د پکتيا له علماء کرامو او استازو سره وليدل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د پکتيا له علماء کرامو او استازو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس الحاج مولوي محمد اسحق اخندزاده د پکتيا سید کرم ولسوالۍ له علماء کرامو، مسؤلينو، قومي مشرانو او مخورو سره وليدل.

دغه غونډه چې نن يکشنبه (جمادی الاولی ۱۹مه/ ليندۍ ۱۲مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه، پکې د يادې ولسوالۍ علماوو، استازو او قومي مخورو د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس سره د خپلې سيمې ستونزې شريکې کړې.

په غونډه کې د يادې ولسوالۍ استازو د اجنډا له مخې خبرې وکړې او د خپلو سيمو يو شمېر ستونزو او مشکلاتو څخه يې يادونه وکړه او زياته يې کړه چې ولس يې د اشغال په وړاندې پوره جهاد کړی او اوس د دې وخت را رسېدلی چې په دې سیمه کې د بيارغونې چارې ترسره شي‌.

دوی وويل چې ياده سيمه د اوبو پراخې طبيعي سرچينې لري او که مهار شي نو د سيمې زرغونتيا په برخه‌‌ کې مهم رول لرلی شي، همداراز يې په دې ولسوالۍ کې د ښوونځیو، مدرسو، سرکونو، روغتون، ميوو لپاره د سړو خونو او مارکېټ نشتون ستونزې شريکې کړې او د حل غوښتنه يې وکړه.

ښاغلي اخندزاده د پکتيا د علماء کرامو، قومي مشرانو او مخورو ستونزې او وړانديزونه واورېدل او ډاډ يې ورکړ چې ستونزې او وړانديزونه به يې د اسلامي امارت تر مسؤلو مقاماتو ورسوي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه د خير په دعا پای ته ورسېده.