د افر پرانیستې غونډې په شفافه توګه ترسره کېږي

د افر پرانیستې غونډې په شفافه توګه ترسره کېږي
د چارو ادارې لوی ریاست د دفاع او امنیت رئیس مولوي محمود شاه زاهد د ملي دفاع وزارت اړوند (1721) قلمه د انجنیرۍ ثقیله وسایطو د بېلابېلو پرزو د تدارکاتو پروژې افر پرانیسته کې ګډون وکړ او ویې ویل چې شرکتونه باید ملي ګټې په پام کې ونیسي او په ښه احساس د هېواد په جوړولو کې خپله برخه واخلي ترڅو د دوی کار تلپاتې شي.
نن سه شنبه (جمادي الاول۱۴مه/ لیندۍ ۷مه) د چارو ادارې لوی ريسات ملي تدارکاتو ریاست د ملي دفاع وزارت اړوند د مرکزي قطعاتو او ساحوي قول اردوګانو د اړتیا وړ (1721) قلمه د انجنیرۍ ثقیله وسایطو بېلابېلو پرزو د افر پرانیستې غونډه د ګڼ شمېر داوطبانو په حضور کې وشوه.
دې غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست د دفاع او امنیت رئیس د شرکتونو له ليوالتيا څخه مننه وکړه او ویې ویل: غواړو چې ټول شرکتونه قراداد ولري او خلکو ته ګټه ورسيږي، خو په وينا يې چې هغه شرکت به ګټونکي وي چې د تدارکاتو په شرایطو او معیارونو برابر وي.
دې غونډه کې مولوي محمود شاه زاهد، له امارتي ادارو سره د خصوصي بنسټونو همکاري اړینه وبلله او ډاډ یې ورکړ چې تدارکاتي پروژې الهي امانت دی او خیانت به په کې نه کيږي.
دا غونډه چې د قرآن عظیم الشان په تلاوت پيل شوې وه د خیر په دعا پای ته ورسېده.