کابل کې د صادراتو (د سوداګریزو توکو د بسته بندۍ او معیاري لېږد) د پروسس زون جوړېږي
کابل کې د صادراتو (د سوداګریزو توکو د بسته بندۍ او معیاري لېږد) د پروسس زون جوړېږي
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د صادراتو د پروسس د زون د جوړېدو لپاره له ټولګټو وزارت څخه صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د ۱۰۰ جریبه ځمکې د انتقال په موخه د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس انجنیر احمد ضیاء خالد او د اړونده ادارو تر منځ غونډه وشوه.
نن دوشنبه (جمادي الاول ۱۳مه / لیندۍ ۶مه) کابل کې د صادراتو د پروسس زون جوړېدو په موخه د چارو ادارې لوی ریاست، صنعت او سوداګرۍ، ټولګټو، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، د کور او ښار جوړولو، مالیې وزارتونو او کابل ښاروالۍ ترمنځ د چارو ادارې لوی رياست کې غونډه جوړه شوې وه او د موضوع په اړه د اړوندو ادارو استازو خپل نظرونه شریک کړل.
دې غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس له اړوندو وزارتونو وغوښتل ترڅو د صادراتو د پروسس د زون په جوړېدو کې له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره همکاري وکړي او زیاته يې کړه چې د وزارتونو تأسیسات ملي سرمایه ده او له هغو ټولو به ساتنه کوو.
همدارنګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صادراتي چارو رئیس احسان الله فطرت وویل د صادراتو د پروسس زون جوړېدل په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري او د بسته بندۍ، پروسس او معیاري انتقال زمینه برابروي. ښاغلي فطرت زیاته کړه چې په کلني ډول د صادراتو د پروسس د زون نه شتون له امله په کلني ډول افغانستان تر څلورو میلیارده ډالرو پورې زيان ویني.
له غونډې وروسته د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا رئیس انجنیر احمد ضیاء خالد د اړوندو ادارو له استازو سره د ځمکې د ليدنې لپاره له نږدې کتنه وکړه او اړوندو بنسټونو سره ژمنه وکړه چې د صادراتو د پروسس د زون جوړېدو کې به هر اړخیزه همکاري وکړي.