د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د بادغیس له قومي مشرانو او استازو سره وکتل

د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د بادغیس له قومي مشرانو او استازو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيس د بادغیس ولايت له يو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره د دې ولايت د ستونزو او مشکلاتو د حل په موخه وکتل.

دغه ناسته نن یکشنبه (جمادی الاولی ۱۲مه/ لیندۍ ۵ مه ) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه؛ په کې د ياد ولایت استازو ويناوې وکړې، په هېواد کې يې د اسلامي نظام ټينګښت د الله تعالی پيرزوينه وبلله او له خپل لوري يې د ملاتړ ډاډ څرګند کړ.

يادو استازو په دې ولايت او په ځانګړې توګه د سنګ اتش ولسوالۍ کې د برېښنا په برخه کې د يو شمېر نيمګړو پروژو د بشپړولو، د اوبو د کمښت او د وچکالۍ له امله د کروندو او پستو ځنګلونو د وچېدو او مالدارۍ اغيزمن کېدو په اړه اندېښنه وښوده او په دې برخه کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

همدا راز د بادغيس ولايت استازو په دې ولايت کې د سرکونو او لويو لارو جوړولو او ترکمنستان هېواد سره د سوداګريزو لارو د خلاصون غوښتنه هم وکړه، ترڅو په دغه ولايت کې د مالدارۍ او سوداګرۍ په برخه کې اسانتياوې او پرمختګونه رامنځته او د خلکو اقتصاد پياوړی شي.

ورپسې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده يادو استازو ته د هرکلي ويلو ترڅنګ د ستونزو د حل په اړه ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې ستونزې به يې د حل په موخه د اسلامي امارت له اړوندو مسؤلينو سره شريکې کړي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.