د لويو لارو په اوږدو کې د جوماتونو جوړولو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د لويو لارو په اوږدو کې د جوماتونو جوړولو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحديث مولوی هبةالله آخندزاده حفظه الله د حکم په اساس د لویو لارو په هرو ۷۰ کیلومترو کې يو باب جومات له ملحقاتو سره د جوړولو حکم د تحقق په موخه د چارو ادارې لوی ریاست د امارت چارو د انسجام مرستيال مولوي سیف الدین تائب په مشرۍ غونډه وشوه.
په همدې موخه نن شنبه (جمادي الاول ۱۱مه - لیندۍ۴مه) د چارو ادارې لوی ریاست کې غونډه وشوه چې پکې د ټولګټو وزارت تخنیکي معین مولوي عبدالکریم فاتح، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو معین مدار علي کریمي بامیاني، د ارشاد حج او اوقافو وزارت د دیني اماکنو د انسجام معین شیخ مولوي عزیز الرحمن منصور، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کدستر او جیودیزي لوی رئیس مولوي سعید الرحمن مظهري او د ځینو نورو اړوندو ادارو رئیسانو ګډون درلود.

د غونډې پيل د قرانکريم په تلاوت وشو او روسته د چارو ادارې لوی ریاست د امارت چارو د انسجام مرستيال له ګډونوالو وغوښتل ترڅو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم د تطبيق په برخه کې پرمختګ وشي او د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د پرېکړې د مصوبې په اړه خپل ګزارش وړاندې کړي.
ګډونوالو غونډه کې د ترسره شویو فعالیتونو په اړه خپل اجراات وړاندې کړل او د جوماتونو د جوړښت لپاره د نقطو د تشخیص او تثبیت، د نقشې ډیزاین او د ځمکو د انتقال په اړه یې لازم بحث وکړ.
په پای کې مولوي سیف الدین تائب پرېکړه وکړه چې د کور او ښار جوړولو وزارت مکلف دی چې د دوه اونیو په جریان کې دې، د ټولو جوماتونو نقشې سره له ملحقاتو د ټولګټو وزارت ته وسپاري او په لومړي قدم کې دې درې مشترکه ټیمونه سره له اړوندو ادارو سره په همغږۍ وټاکل شي چې د کابل-تورخم، کابل - خوست او کندهار - هرات په لويو لارو نقاط معلوم او د ځمکې د تثبیت او انتقال پروسه دې ګړندۍ شي.
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.