د ښارواليو چارو د سمون لوی رئيس د (UNOPS) مؤسسې د پروژو مسؤل سره وکتل

د ښارواليو چارو د سمون لوی رئيس د (UNOPS) مؤسسې د پروژو مسؤل سره وکتل
د چارو ادارې لوی ریاست د ښارواليو چارو د سمون لوی رئيس الحاج عبدالقاهر فیروز د (UNOPS) خيريه مؤسسې د پروژو د خدمتونو له مسؤل سره د دغه ریاست د غونډو په تالار کې وکتل.
په دې اړه جوړه شوې غونډه چې تيره ورځ (جمادی الاولی ۸ مه / لیندۍ لومړۍ) د دغه ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ په کې د دې ریاست مسؤلینو او کارمندانو هم ګډون کړی و.
په غونډه کې د ښارواليو چارو د سمون لوی رئیس پخپلو خبرو کې د يادې مؤسسې له مسؤلينو څخه مننه وکړه چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې يې د نږدې ۳۷ ميليونه ډالرو په ارزښت سلګونه پروژې پلي کړي، چې له امله يې خلکو ته د کار زمينه برابره شوې ده او په دې برخه کې يې له يادې مؤسسې څخه د لانورې همکارۍ غوښتنه وکړه.
په پای کې د (UNOPS) مشر (سنجي ماتور) پخپلو خبرو کې د پروژو په پلي کولو کې د اسلامي امارت همکارۍ څخه خوښي وښوده او زياته يې کړه چې د نورو وړانديز شويو پروژو د پلي کولو په اړه به هم غور وکړي.
دا مجلس چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوی و، د خير په دعا پای ته ورسېده.