یو باب کور خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

یو باب کور خپل اصلي مالک ته وسپارل شو
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د جایدادونو او منازلو د تحت تامین ریاست یو باب کور چې د کابل ښار څلورمې کارتې سیمه کې موقعیت لري له څېړنو وروسته نن (د جمادي الاول ۸مه - لیندۍ لومړۍ) خپل اصلي څښتن ته وسپارل شو.
د کور د تسلیمۍ پرمهال د جايدادونو او منازلو د تحت تأمين رياست يو تن مسؤل مولوي محمد شفیق حقاني وویل؛ د چا کورونه چې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو وروسته د غیر مسؤلو خلکو له لوري غصب شوي وي کولای شي چې د چارو ادارې لوی ریاست د منازلو او جایدادونو د بررسۍ ریاست ته مراجعه وکړي او په وينا يې چې مونږ حق حقدار ته د رسولو په برخه کې ورسره همکار يو.
د غلام عباس د محمد نبي زوی شرعي وکیل ذبیح الله محسن زاده د چارو ادارې د منازلو او جایدادونو د بررسۍ ریاست له هڅو څخه مننه وکړه او خپل کور یې د دریمې ناحیې د وکیل پر وړاندې یاد موکل ته تسلیم کړ.
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د جایدادونو او منازلو د تحت تامین ریاست له امنیتي بنسټونو سره په همغږۍ هڅه کوي تر څو حق حقدار ته ورسېږي او د افغانستان اسلامي امارت د بیا واکمنېدو راهیسې یې تر ۱۲۰ کورونو پورې خپلو اصلي مالکانو ته سپارلي دي.