یو باب اپارتمان خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

یو باب اپارتمان خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د منازلو او جایدادونو د بررسۍ او تحت تامین ریاست یو باب اپارتمان چې د کابل ښار پنځلسمې ناحیې شیخ زايد (عربانو) ښارګوټي کې موقعیت لري له بررسۍ او څېړنو وروسته خپل اصلي مالک ته وسپارل شو.

نن شنبه (جمادي الاول ۴مه - لیندۍ ۲۷مه) د جایدادونو او منازلو د بررسۍ او تحت تأمين ریاست یو تن مسؤل مولوي لعل محمد برهاني وویل، یو اپارتمان مو له غیر مسؤله خلکو څخه خلاص او خپل اصلي خاوند ته تسلیم کړ.

خلیل الله چې د غرني ولایت اصلي اوسېدونکی دی د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د جایدادونو او منازلو د تحت تأمين ریاست له هڅو مننه وکړه او د ګذر وکیل د پنځلسمې حوزې امنیتي مسؤلینو په حضور کې یې اپارتمان ور تسلیم شو.

د چارو ادارې لوی ریاست د جایدادونو او منازلو د تحت تامین او بررسۍ ریاست له امنیتي بنسټونو سره په همغږۍ هڅه کړې تر څو حق حقدار ته ورسیږي او د افغانستان اسلامي امارت د بیا واکمنېدو راهیسې یې شاوخوا ۱۱۷ کورونه خپلو اصلي مالکانو ته ورسپارلي دي.