دوه بابه کورونه خپل اصلي مالک ته وسپارل شول

دوه بابه کورونه خپل اصلي مالک ته وسپارل شول
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د جایدادونو او منازلو د تحت تامین ریاست دوه بابه کورونه چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان سیمه کې موقعیت لري؛ د بررسۍ وروسته خپل اصلي مالک ته وسپارل.
نن پنجشنبه(جمادي الاول ۲مه/ لیندۍ ۲۵مه) د منازلو او جایدادونو د تحت تامین ریاست مرستيال مولوي ميا نور احمد حکیمي وویل چې د منازلو له بررسۍ څخه يې موخه خپلو اصلي مالکانو ته خپل حق سپارل او د خلکو د ستونزو د حل لپاره کار کول دي چې په همدې توګه نن دوه کوره خپل اصلي مالک ته وسپارل شول.
حاجي عبدالرحمن د عبدالرحیم زوی چې د لوګر ولایت اصلي اوسېدونکی او ددې کورونو اصلي مالک دی، د لسمې ناحیې د امنیتي مسؤلینو، ګذر وکیل او نورو مسؤلینو په حضور کې يې خپل کور ترلاسه کړ، د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د تحت تامین ریاست څخه مننه وکړه.
د یاد ریاست مرستيال مولوي نور احمد وویل"د چارو ادارې د جایدادونو او منازلو د بررسۍ او تحت تامین ریاست له امنیتي مسؤلینو سره یو ځای هڅه کوي تر څو خپل حق حقدار ته وسپاري او په وینا يې چې د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۱۱۶ کورونه خپلو اصلي مالکانو ته سپارل شوي دي".