د چارو ادارې لوی رياست نوي ټاکل شوي رئيسان معرفي شول

د چارو ادارې لوی رياست نوي ټاکل شوي رئيسان معرفي شول

د اميرالمؤمنين حفظه الله د حکم په اساس د چارو ادارې لوی رياست يو شمېر رياستونو ته د نويو ټاکل شويو رئيسانو د معرفي غونډه تر سره شوه.

دغه غونډه چې نن (يکشنبه ربيع الثاني ۲۸مه/لړم ۲۱مه ) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او ارزونې مرستيال مولوي سيف الدين تائب وينا وکړه.

ښاغلي تائب نويو ټاکل شويو رئيسانو ته د ښه خدمت هيله وکړه، مسؤلينو ته يې د مشرتابه د اطاعت سپارښتنه‌ وکړه او زياته يې کړه چې اطاعت دی چې اسلامي امارت يې تر بريا ورساوه.

په دې غونډه کې چې د چارو ادارې لوی رياست ټولو رئيسانو ګډون کړی و؛ نوي ټاکل شوي رئيسان د چارو ادارې مالي او ادارې معاون مولوي محمد صابر معتصم بالله له خوا معرفي شول.

بايد وويل شي چې د اميرالمؤمنين حفظه الله د حکم په اساس شيخ بسم الله د دعوت او ارشاد، مفتي شهزاده نور د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو، مولوي نقيب الله طارق د تخنيک او ترانسپورت، مولوی جمال الدين وهاج د څارنې او ارزونې، مولوی محمد صادق عاکف د کابينې او عالي کميسيونونو چارو د انسجام، مولوي نورالحق جرير د بشري سرچينو او حاجي عبدالقاهر فيروز د ښارواليو چارو د سمون رئيس په توګه وټاکل شول.

د نويو معرفي شويو رئيسانو له جملې څخه يې يو شمېر هغو ويناوې وکړې او په ښه توګه د خپل مسؤليت د سرته رسولو ژمنتيا يې وښوده.

دغه غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.