مولوي محمد اعظم شعیب: د افر پرانیستې غونډې په شفافه توګه ترسره کيږي

مولوي محمد اعظم شعیب: د افر پرانیستې غونډې په شفافه توګه ترسره کيږي

د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د محرومیت کمېټې آمر د ملي دفاع وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت اړوند پروژو د افر پرانیستې غونډه کې چې په کې (۳۵) تنو داوطلبانو ګډون درلود؛ وویل چې شرکتونه دې د اصولو او مقرراتو په نظر کې نیولو سره له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

د داوطلبۍ دا غونډه نن شنبه «ربیع الثاني ۲۰مه/لړم۱۳مه» د ملي دفاع وزارت د ټولو مرکزي او ساحوي قول اردوګانو قومندانۍ جزوتامونو او قطعاتو د اړتيا وړ(د واټر پلانټ مکمل سیستم او فاضلاب)، د خدماتو د حفظ او مراقبت سیستم، جامد کثافات، د سپتیک څاګانو تخلیه.

همدا راز د (ساختماني، برېښنا، اوبو رسونې) خدماتو د حفظ او مراقبت سیستم، تجهیزات او تسهیلات، د تاسیساتو پیشنهاد شوي ترمیمات حفظ او مراقبت او د برېښنا ریاست د برېښنايي چارو د ساختماني ریاست د پایه سازۍ او تولیدي شاپ لپاره د موټرو او ماشینونو د تهیې او د خامو موادو د تدارکاتو پروژو افر پرانیستې غونډه ترسره شوه.

د ملي تدارکاتو ریاست د محرومیت کمېټې آمر مولوي محمد اعظم شعیب د ګډونوالو له علاقمندۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل؛ د افر پرانیستې غونډې په شفافه توګه ترسره کيږي او د تدارکاتو تر اخري پړاو پورې يې له شرکتونو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

غونډه کې ښاغلي شعیب زیاته کړه چې له امارتي ادارو سره د خصوصي بنسټونو همکاري اړینه ده او له ګډونوالو یې وغوښتل تر څو د پروژو اړوند خپل مسئولیتونه په ښه توګه ترسره کړي.

دغه غونډه چې د قرآن عظیم الشان په تلاوت پيل شوې وه؛ د خیر په دعا پای ته ورسېده.