د څه باندې ۱۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د ګازو د دوو څاګانو کیندلو پرو‌ژې افر پرانیسته وشوه

د څه باندې ۱۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د ګازو د دوو څاګانو کیندلو پرو‌ژې افر پرانیسته وشوه

د ا.ا.ا د چارو ادارې د ملي تدارکاتو ریاست د کانونو او پطرولیم وزارت اړوند د Drilling, Completion and Testing Two Exploitation Gas Wells in Yatimtaq Gas Field پروژې افرپرانیسته د ډېرو داخلي او بهرنیو داوطلبانو په حضور، ددې ادارې په تالار کې ترسره کړه.
نن سه شنبه د ربیع الثاني ۱۶مه/عقرب ۹مه د چارو ادراې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د دارالانشاء کمیسیون د تدارکاتي نظارت مرستیال عبدالرحیم رحیمي د افر پرانیستې غونډه کې د داخلي او بهرنیو ګډونوالو له حضور څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د افر پرانیستې غونډې په شفافه او عادلانه توګه ترسره کېږي.
د جوزجان ولایت د ګازو د دوه څاګانو د کیندلو پروژه د کانونو او پطرولیم وزارت له مهمو پروژو څخه شمېرل کېږي چې د ملي تدارکاتو ریاست یې د قرارداد تر ورکړې پورې یې تدارکاتي پروسه پر غاړه لري، او د دې په کیندلو سره به د داخلي ګازو د استخراج په برخه موثر فعالیت وي.
یاده پروژه د څه باندې ۱۷ میلیون ډالرو په ارزښت د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست له لوري په ملي او نړیواله سطحه اعلان ته سپارل شوې وه چې د افر پرانیستې غونډې کې یې داخلي او نړیوالو شرکتونو ګډون کړی وو.
دا غونډه چې د قرآن کریم د مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوې وه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده