د ملي اقتصاد رئيس؛ د سرکونو په جوړښت کې ملي ګټې په پام کې نیول کيږي

د ملي اقتصاد رئيس؛ د سرکونو په جوړښت کې ملي ګټې په پام کې نیول کيږي

د چارو ادارې لوی رياست د ملي اقتصاد رياست په مشرۍ د ټولګټو چارو، ماليې، کرنې، اوبو او برېښنا وزارتونو، کابل ښاروالي او کابل امنيه قومندانۍ ترمنځ له پلچرخي څخه تر سروبي پورې د کابل- جلال اباد لويې لارې جوړولو په اړه د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې غونډه وشوه.

دا غونډه چې نن يکشنبه «ربيع الثاني ۱۴مه/ لړم۷مه» جوړه شوې وه، د ياد سرک په اړه د رياست الوزراء په هدايت جوړ شوي پلاوي ګزارش وړاندې کړ او په دې برخه کې د شته ستونزو حل په اړه د غونډې ګډونوالو نظريات وړاندې کړل.

په غونډه کې د ټولګټو چارو وزارت استازي وويل؛ هغه موانع او دوکانونه چې د سرک په ساحه کې دي؛ بايد د سرک له حريم څخه لرې کړل شي، ترڅو سرک هم له زيان څخه خوندي شي او هم دوکانداران او د سرک په غاړه کار کوونکي متضرر نشي.

په دې‌ ناسته کې پرېکړه وشوه چې ملي ګټو ته بايد په شخصي ګټو ترجيح ورکول شي او اړوندو ادارو سره په همغږۍ هغه کسان چې د سرک په ساحه کې يې دوکانونه جوړ کړي دي؛ وخت ورکړل شي ترڅو د ځان لپاره بديله کاري ساحه‌ پيدا کري او د سرک حريم تخليه کړي.

دا مجلس چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوی و، د خير په دعا پای ته ورسېده.