د درملو کيفيت کنټرول په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د درملو کيفيت کنټرول په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيز چارو رياست، خوړو او درملو ملي ادارې او د درملو اتحاديې استازو ترمنځ د درملو د کيفيت کنټرول په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.

دا غونډه چې نن يکشنبه«ربيع الثاني ۱۴مه/لړم ۷مه» د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د اجنډا له مخې په موضوع بحث وشو.

په غونډه کې د خوړو او درملو ملي ادارې رئیس ډاکټر عبدالباري عمر د درملو د کيفيت کنټرول په اړه د جوړ شوي طرزالعمل په اړه معلومات وړاندې کړل او د درملو شرکتونو له استازو څخه يې وغوښتل چې خپل فعاليتونه دې د طرزالعمل له مخې پرمخ يوسي.

ښاغلي عمر وويل چې په طرزالعمل کې د درملو، د پېر او پلور، وارداتو او صادراتو، انتقال بڼې او ټولو برخو ته پام شوی دی چې په تطبيق سره يې د درملو د کيفيت په برخه کې مهم رول لري.

همدا راز د اتحاديې استازو ژمنتيا وښوده چې په روغتيايي برخه کې به خپل فعاليتونه په ښه او معياري توګه پرمخ وړي خو په طرزالعمل کې د يو شمېر ستونزو د حل غوښتنه يې وکړه.

په پای کې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده وويل په روغتيايي خدمتونو کې بايد د ولس ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه وشي، د ايماني او ملي احساس له مخې ښه خدمات وړاندې شي او روغتيا په برخه کې کيفيت ته لومړيتوب ورکړل شي.

ښاغلي اخندزاده وويل چې د يادې موضوع د بنسټيز حل لپاره به لارې چارې ولټوي او اړونده مسؤلينو سره به ستونزې د حل لپاره شريکې شي.

دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.