د روغتیايي خدمتونو د ستونزو حل کمېټې غونډه وشوه

د روغتیايي خدمتونو د ستونزو حل کمېټې غونډه وشوه

دغه غونډه د چارو ادارې لوی ریاست د څارنې او پالیسۍ رئیس محمداګل کوچي په مشرۍ د عامې روغتیا، لوړو زده کړو، کابل طبي علومو پوهنتون، د افغانستان طبي عالي شورا او د خوړو او درملو ملي ادارې د استازو په ګډون ترسره شوه.

یاده غونډه نن چهارشنبه «د ربیع الثاني ۱۰مه/لړم ۳مه» د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو تالار کې د قرآن کریم د مبارکو آیتونو تلاوت پيل او وروسته د اجنډا له مخې په بېلابېلو موضوعاتو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د غونډې ګډونوالو د معاشاتو او تشکیلاتو کمیسیون، د خوړ او درملو ملي ادارې او عامې روغتیا د دندو په اړه شوې پرېکړه باندې بيا کتنه وکړه او عامې روغتیا وزارت د صعب العلاجه ناروغانو د نوي فورم د لارښوونې او تطبیق په موخه بررسي کړه.

له بلې خوا، د افغانستان طبی شورا ډاکټرانو د چارو د تنظیم رئیس ډاکټر نفیع الله پيرزاد د کابل ښار د معاینه خانو په اړه معلومات وړاندې کړل او د خپل نظارت د دوام په اړه یې ډاډ ورکړ.

د غونډې پای کې د چارو ادارې لوی ریاست د پالیسۍ او نظارت رئيس محمداګل کوچي وویل، په ولایتونو کې دې روغتونونه د نظارت په موخه د عامې روغتیا او د افغانستان طبي شورا ترمنځ یو ګډ ټیم جوړ شي، یاد ټیم دې د ولایتونو د روغتونونو د څارنې مشترک پلان جوړ او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د ستونزو حل کمیټې ته دې وړاندې کړي.

دا غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.