د ښارواليو چارو سمون لوی ریاست له بشري خيريه مؤسسې سره د همکارۍ تړون لاسليک کړ

د ښارواليو چارو سمون لوی ریاست له بشري خيريه مؤسسې سره د همکارۍ تړون لاسليک کړ
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو سمون لوی رياست له بشري خيریه مؤسسې (OWH) سره د همکارۍ تړون لاسليک کړ.
په دې اړه جوړه شوې غونډه چې نن شنبه ( ربيع الثاني ۶مه/ تلې ۲۹ مه) د ښارواليو چارو سمون لوی رياست کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د ښاري حکومتولۍ رئيس مولوي محمد يعقوب شرافت وينا وکړه.
نوموړي د يادې توافقنامې په اړه معلومات وړاندې کړل او د يادې مؤسسې مسؤلينو څخه يې د مرستو د وېش په برخه کې د شفافيت غوښتنه وکړه.
په غونډه کې د بشري خيريه مؤسسې (OWH)د پروګرامونو مسؤل انجينر محمد حسين شهرستاني د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د اسلامي امارت له مسؤلينو څخه يې مننه وکړه چې په اړونده برخه کې ورسره همکاري کوي.
د يادې توافقنامې له مخې به نوموړې مؤسسه د يو کال لپاره په هلمند او کندهار ولايتونو کې د ۷۶ ميليونه افغانيو په ارزښت له ۳۳ زره اړمنو کورنيو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وکړي.
دا مجلس د خیر په دعا پای ته ورسېده.