له اجرايه مديرانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

له اجرايه مديرانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د دفتر رئيس مولوي عبدالباقي منصور د بېلابېلو ریاستونو اجرايه مديرانو سره د همغږۍ غونډه وکړه.

دا غونډه چې نن چهارشنبه «ربيع الثانی۳مه/ تلې ۲۶مه» د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې ښاغلي منصور وينا وکړه.

مولوي عبدالباقي منصور اجرایه مديرانو ته په وينا کې د اسنادو او مکاتيبو د ژر او دقيق ډول طی مراحلو سپارښتنه وکړه او زياته يې کړه چې ټول مسؤلين بايد خپلې چارې په خپل وخت سرته ورسوي او هغه ستونزې له منځه يوسي چې په چارو کې د ځنډ لامل کيږي.

همدا راز په غونډه کې اجرايه مديرانو په اداري چارو کې خپلې يو شمېر ستونزې او غوښتنې وړاندې کړې او د هغو د حل غوښتنه يې وکړه.

مولوي عبدالباقي منصور اجرايه مديرانو ته ډاډ ورکړ چې د دفتر رياست د ستونزو د حل په برخه کې ورسره همکار دی او په وينا يې چې ستونزو ته به په شريکه د حل لارې برابروي.

دا مجلس د خير په دعا پای ته ورسېده.