د ډیجیټالي حکومتولۍ د اغېزناک او ګټور چاپېریال د رامنځته کیدو په اړه د جلالتماب جمهور رئیس د هدایت د تعقیب او همغږۍ اړوند غونډه وشوه

د ډیجیټالي حکومتولۍ د اغېزناک او ګټور چاپېریال د رامنځته کیدو په اړه د جلالتماب جمهور رئیس د هدایت د تعقیب او په دې اړه دهمغږۍ په تړاو د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په ریاست غونډه وشوه.

په دې غونډه کې، د جمهوري ریاست د عالي مقام حقوقي سلاکار، د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت سرپرست، د احصائیې د مرکزي ادارې عمومي رئیس، د افغان پوسټ رئیس، د اترا ادارې عمومي رئیس، د ملي راډیو ټلویزون لوی رئیس، د لوړو زده کړو وزارت او ملي امنیت شورا استازي او د پولي تخنیک پوهنتون یو شمېر استادانو ګډون درلود.

په دې ناسته کې، ډاکټر فضل محمود فضلي د حکومتي خدمتونو د ډیجیټالي کیدو په اړه وویل، چې موخه یې په عامه خدمتونو کې د روڼتیا رامنځته کول دي.

 په دې اړه د جمهور رئیس د هدایت د پلي کیدو د څرنګوالي په اړه تر بحث او د نظرونو له تبادلې وروسته پریکړه وشوه، چې اړوندې ادارې دې وښيي، چې چارې یې څومره د بشري سرچینو او څومره د معلوماتي ټیکنالوژۍ د سیستمونو له مخې مخته وړل کیږي.

دغه راز، دې څرګند شي چې کومې ادارې تراوسه له بریښنایي تذکرو ګټه اخلي.

 په همدې ډول پریکړه وشوه، چې د معلوماتي ټیکنالوژۍ په برخه کې د خصوصي او دولتي پوهنتونونو د استادانو او محصلینو ظرفیتونه مشخص شي.

د دې ترڅنګ، دې د خصوصي سکتور د معلوماتي ټیکنالوژۍ ظرفیت د اړوندو ادارو په همکارۍ مشخص او د قانوني خلاوو د رفع کیدو لپاره د قوانینو مسودې برابرې شي.