د جبل السراج ماڼۍ د عامو سيلانيانو پرمخ پرانيستل شوه

د جبل السراج ماڼۍ د عامو سيلانيانو پرمخ پرانيستل شوه
د پروان ولايت جبل السراج ولسوالۍ کې د جبل السراج تاريخي ماڼۍ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د چارو ادارې لوی رياست رئيسانو، ولايتي مسؤلينو، قومي مخورو او ځوانانو په کې ګډون کړی و پرانيستل شوه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه چې د يکشنبې په ورځ (ربيع الاول ۳۰ مه/ تلې ۲۳مه) د ياد قصر په انګړ کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د چارو ادارې لوی رياست، ولايتي مسؤلينو او ولسي استازو ويناوې وکړې.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست مالي رئيس دکتور سليم الرحمن هشام پخپلو خبرو کې وويل چې هېواد له شل کلن جنګ وروسته د ارام ساه اخيستې ده او اسلامي امارت هڅه کوي چې د ولس د ښېرازۍ او سوکالۍ لپاره کار وکړي نو په همدې موخه د ولس د سياحت او تفريح لپاره يې ياد قصر د عامو سيلانيانو پرمخ پرانيست.
همدا راز د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس مولوي عبدالحنان عارف الله وويل د اسلامي امارت له ټولو مسؤلينو سره دا فکر او احساس شته دی چې هېواد په پښو ودروي او خپل ځورېدلي ولس ته په ښه توګه خدمت وکړي او اسانتياوې ورته برابرې کړي.
په ياده غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده په خپله لنډه وينا کې افغانان يووالي او د شريعت په رڼا کې د اسلامي امارت ملاتړ ته راوبلل او مسؤلين يې د خپل هېواد او ولس خدمت ته وهڅول.
د جبل السراج ماڼۍ د پرانيستې په دې غونډه کې د پروان ولايت مقام مرستيال مفتي محمد ادريس انوري، د دې ولايت امنيه قومندان الحاج ملا عزيز الله عمر، قومي مشر بازمحمد راسخ ويناوې وکړې او د دې سربېره ددې ولايت ګڼ شمېر مسؤلينو ګډون کړی و.
د جبل السراج تاريخي ماڼۍ چې د پروان ولايت جبل السراج ولسوالۍ کې موقعيت لري، په ۱۹۰۵ زيږديز کال د امير حبيب الله خان د واکمنۍ پر مهال يې د جوړېدو چارې پيل شوې چې په دوو کلونو کې سرته ورسېدې.
دا ماڼۍ چې په پنځوس جريبه ځمکه کې جوړه شوې ده، د قصر د احاطې مساحت يې ۳۶ جريبه دی چې په دوو پوړونو کې په خورا ښکلې بڼه جوړه شوې ده او نږدې ۳۰ ستر او کوچني اطاقونه لري.
د دې ماڼۍ برجونه او ديوالونه په خټين ډول جوړ شوي دي چې د پخوانيو تاريخي ودانيو ياد تازه کوي، همدا راز ياده ماڼۍ د داخلېدو او خارجېدو اووه دروازې لري.
بايد وويل شي چې د چارو ادارې لوی رياست په پام کې لرې چې د دې ادارې اړوند تاريخي او تفريحي ساحې لکه د دارالامان ماڼۍ، په غزني کې د اسلامي ثقافت مرکز، ننګرهار کې شاهي ملکيتونه او همدا راز نور ځايونه د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو پرمخ پرانیزي.
دا غونډه د ښوونځيو د زده کوونکو د ترانې ټيم ته په ډاليو ورکولو او پرانيستې پټۍ پرېکولو وروسته په دعا سره پای ته ورسېده.