مولوي عبدالباقي منصور؛ د ولس خدمت زموږ مسؤليت دی

مولوي عبدالباقي منصور؛ د ولس خدمت زموږ مسؤليت دی

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د دفتر رئيس او ښارواليو چارو سمون لوی رياست وارسي کوونکي مولوي عبدالباقي منصور نن چهارشنبه «د ربیع الاول ۱۹ مه/ تلې ۱۲ مه» د افغاني ټولنې د خونديتوب او معيشت«UNOPS» له استازو سره وليدل.

ښاغلي منصور وويل چې موږ ته راسپارل شوی مسؤليت امتياز نه مګر امتحان دی او په وينا يې چې بايد خلکو ته په ښه توګه خدمت وکړو.

ښاغلي منصور د يادې مؤسسې فعاليتونه وستايل او زياته يې کړه؛ هرڅوک چې د هېواد په پرمختګ او هوساينه کې کار کوي د اسلامي امارت مسؤلين يې قدر کوي او په چارو کې ورسره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي‌.

د «UNOPS» مسؤل انجينر نجيب الله مسعود وويل چې اوسمهال يې د هېواد په اوو بېلابېلو ولايتونو کې په مجموعی توګه ۳۵۵ پروژې په پام کې نيولي دي چې يو شمېر يې تطبيق شوي او ځینې نورې يې د تطبيق په حال کې دي.

په وینا يې يادو پروژو کې يې تر اوسه شاوخوا تر دېرشو زرو ډېرو کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده او د پروژو تر پايه به نږدې همدومره نور کسان پکې په کار بوخت شي.

دا مجلس د خير په دعا پای ته ورسېده.