د چارو ادارې لوی رئيس؛ اسلام د اعتدال دين دی او مسلمانانو ته د منځلارۍ امر کوي

د چارو ادارې لوی رئيس؛ اسلام د اعتدال دين دی او مسلمانانو ته د منځلارۍ امر کوي

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه نن شنبه(ربيع الاول ۱۵مه/تلې ۸مه) د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په مشرۍ ترسره شوه.

دغه اونيزه اداري غونډه چې د چارو ادارې لوی رياست د بېلابېلو رياستونو رئيسانو او جانبي واحدونو مسؤلينو پکې ګډون کړی و، د قرانکريم په تلاوت پيل شوه.

ورپسې شيخ الحديث مولوي نورالحق انور پخپلو مقدماتي خبرو کې د اعتدال او منځلارۍ په اړه سپارښتنې وکړې او زياته يې کړه چې اسلام د اعتدال دين دی او مسلمانانو ته د اعتدال او منځلارۍ امر کوي.

ښاغلي انور وويل چې اسلام په ټولو چارو کې د منځلارۍ امر کوي او مسؤلينو ته په اشاره یې زياته کړه چې له خپل لاس لاندې کارمندانو او عامو مراجعينو سره معتدل چلند وکړي تر څو په اداره کې د کارونو د ځنډ او پيچلتيا مخنيوي وشي.

په غونډه کې د تېرو غونډو د پرېکړو په تعقيب د خدماتو رياست په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د چارو ادارې اړوند داغمه جاتو په اړه معلومات وکړي او د نهايي پرېکړې په اړه يې راتلونکې اداري غونډې ته ګزارش وړاندې کړي.

همدا راز په غونډه کې د راتلونکي‌ ژمي لپاره د چارو ادارې اړوند دفترونو کې د تسخين لپاره د برېښنا د لګښتونو د کنټرول او سپما او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.