انجينر احمد ضياء خالد؛ له اوسني فرصت نه باید د وطن د ابادۍ لپاره استفاده وکړو

انجينر احمد ضياء خالد؛ له اوسني فرصت نه باید د وطن د ابادۍ لپاره استفاده وکړو
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رياست سرپرست د ټولګټو وزارت له مسؤلينو سره د لويو لارو په اوږدو کې د کمپليکسونو جوړولو په اړه غونډه وکړه.
دغه غونډه چې نن سه شنبه «ربيع الاول ۱۱مه/ تلې ۴مه» د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رياست او ټولګټو وزارت د سړک د خونديتوب او تمځايونو رياست ترمنځ جوړه شوې وه، په کې د لويو لارو په اوږدو کې د کمپليکسونو جوړلو په اړه جوړه شوې طرحه باندې بحث وشو.
د دغې طرحې له مخې د هېواد په لويو لارو مشخصو نقطو کې د جومات، روغتون، تمځای او مېلمستون په پام کې نيول شوي دي چې د اسلامي امارت د مشرتابه مقام څخه یې د يادې طرحې د منظورۍ غوښتنه وشوه.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس مولوي انجينر احمد ضياء خالد د يادې طرحې د جوړېدو له امله د ټولګټو وزارت له مسؤلينو مننه وکړه او زياته يې کړه چې افغانستان له کلونو راهيسې د جګړو له امله ويجاړ شوی دی او له اوسني فرصت نه بايد د هېواد د ابادۍ لپاره استفاده وکړو.
نوموړي د يادې طرحي د تطبيق په برخه کې د ټولګټو وزارت مسؤلينو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې موضوع به د منظورۍ لپاره د رياست الوزراء مقام ته وړاندې کړي.
دا مجلس د خير په دعا پای ته ورسېده.