د لوړ پوړو چارواکو د شتمنیو د ثبت او څېړلو په موخه غونډه وشوه

د لوړپوړو چارواکو د شتمنیو د ثبت او څېړلو په اړه د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی ریاست د قانون د څارنې او ساتنې د مرستیال ډاکټر محمد رفیع پوپل په مشرۍ غونده وشوه.

په دې غونډه کې، چې د یو شمېر وزارتونو مرستیالانو او د بشري سرچینو مرستیالانو ګډون کړی و؛ د لوړپوړو حکومتي چارواکو د شتمنو د ثبت د ارزښت په اړه بحث او پریکړه وشوه، چې وزارتونه دې د خپلو نویو لوړپوړو چارواکو د ګومارنو لیست د یوې اونۍ او د دوی د شتمنیو د ثبت ډکې شوې فورمې په یوه میاشت کې د شتمنیو د ثبت او څېړلو ادارې ته وسپاري.