د روغتیايي‌ خدمتونو وړاندې کولو ستونزو ته د رسیدګۍ کمیټي نوبتي غونډه وکړه

د روغتیايي‌ خدمتونو وړاندې کولو ستونزو ته د رسیدګۍ کمیټي نوبتي غونډه وکړه
دغه غونډه د چارو ادارې لوی ریاست د نظارت او پالیسۍ معاون مولوي سیف الدین تائب په مشرۍ او عامې روغتیا، مالیې، لوړو زده کړو، عدلیې وزارتونو او د کابل طبی علومو پوهنتون، د افغانستان طبی شورا او د خوړو او درملو ملي ادارې استازو په ګډون جوړه شوه.
غونډه نن دوشنبه د ربیع الاول دریمه/ د وږي ۲۷ د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو تالار کې د قران کریم د ایتونو په تلاوت پیل وروسته د اجنډا له مخې په مختلفو موضوعاتو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
پيل کې د چارو ادارې د نظارت او پالیسۍ معاون وویل، صحي خدماتو وړاندې کولو ستونزو ته د رسیدګۍ کميټې غړي باید ورسپارل شوې دندې په وخت سره سرته ورسوي او د کمیټې رهبري ته یې ولېږي.
هغه صحي ستونزو ته رسیدګي خلکو ته د خیر کار وګاڼه او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت خلکو ته د صحي خدماتو په رسولو کې له هېڅ ډول هڅې لاس نه اخلي.
د غونډې ګډونوالو د معاشاتو او تشکیلاتو د کمیسیون د پرېکړې او د عمل پلان کې د تغییراتو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او د صحي خدماتو د وړاندې کولو په اړه یې د اړونده ادارو دایمي همکاري اړینه وبلله.
د غونډې اخر کې پرېکړه وشوه چې د صحي سکتور ستونزو ته د رسیدګۍ د عمل پلان دې د ریاست الوزراء د اداري غونډې د پرېکړې له مخې په اړونده وزارتونو او ادارو کې تطبیق شي.
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده