يو باب کور خپل اصلي څښتن ته وسپارل شو

يو باب کور خپل اصلي څښتن ته وسپارل شو
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو څېړنې او تحت تأمين رياست نن شنبه (ربيع الاول ۳مه/ وږي ۲۷مه) يو باب کور له څېړنې وروسته خپل اصلي څښتن ته وسپاره.
دا کور چې د کابل ښار لسمې ناحيې اړوند وزير محمد اکبر خان سيمې په پنځلسم سرک کې موقعيت لري، اصلي څښتن يې له هېواده بهر ژوند کوي او کور يې د نوموړي په وکلات د هغه ورور ته وسپارل شو.
دا کور نن ورځ د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جايدادونو د څېړنې رياست د استوګنيزو ودانيو د اسنادو د تحليل مسؤل مولوي عبدالولي حامد په لاس چې د دې سيمې د ګذر وکيل، امنيتي او استخبارتي حوزو مسؤلينو هم ګډون درلود، خپل اصلي مالک ته تسليم شول.
د احمد فريد چې د کور د اصلي څښتن (احمد شاه) ورور دی، له اسلامي امارت څخه يې د کور د بېرته تسليمولو له امله مننه وکړه.
مولوي عبدالولي حامد وويل؛ د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته دا ۱۰۷ کور دی چې خپل اصلي څښتن ته بېرته سپارل کيږي.