دوه اپارتمانونه خپل اصلي مالک ته وسپارل شول

دوه اپارتمانونه خپل اصلي مالک ته وسپارل شول
د چارو ادارې لوی ریاست د منازلو او جایدادونو تحت تامین ریاست نن یک شنبه د ربیع الاول دویمه / وږي ۲۶مه دوه واحده اپارتمانونه چې د کابل ښار پنځمه ناحیه کې واقع دي خپل اصلي مالک ته تسلیم کړل.
دغه اپارتمانونه د کابل ښار پنځمه ناحیه کې د خوشحال خان مینې د سلیمان روهین تجارتي او استوګنیز مجتمعې، شپږم بلاک دویم او درېيم پوړ کې واقع دي.
یاد اپارتمانونه له بررسۍ وروسته د چارو ادارې لوی ریاست د تحت تامین او رفع تامین مسئول مولوي محمد شفیق حقاني له لوري د ګذر وکیل، د پنځمې حوزې او استخباراتو امنیتي ځواکونو په حضور کې په پخواني پارلمان کې د بلخ ولایت استازي عباس ابراهیم زاده شرعي وکیل ته وسپارل شول.
د عباس ابراهیم زاده وکیل رامین سلیمي د کور له تسلیمۍ وروسته د افغانستان اسلامي امارت څخه مننه وکړه.