يو باب کور خپل اصلي څښتن ته وسپارل شو

يو باب کور خپل اصلي څښتن ته وسپارل شو
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو څېړنې او تحت تأمين رياست نن شنبه (ربيع الاول لومړۍ/ وږي ۲۵مه) يو باب کور له څېړنې وروسته خپل اصلي څښتن ته وسپاره.
دا دوه پوړيز کور چې په ديارلس نيمو بسوو کې د کابل ښار شپږمې ناحيې اړوند درېيمې کارتې په څلورم سرک کې موقعيت لري، له څېړنو وروسته د کورونو څېړنې او تحت تأمين رياست د کارپوه قاري لعل محمد منصور له لوري په داسې حال کې چې د سيمې د ګذر وکيل، د درېيمې حوزې امنيتي منسوبين هم موجود وو؛ وسپارل شو.
غلام محی الدين عزيز چې د کور اصلي څښتن دی، د مزار شريف اوسېدونکی دی چې تر دې وړاندې له هېواده بهر اوسېده او اوسمهال د خپل کور ترلاسه کولو لپاره هېواد ته راستون شوی دی، نوموړي د کور سپارلو له امله له اسلامي امارت څخه مننه وکړه.
د يادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم يو باب کور د کابل ښار وزير اکبر خان سيمه کې خپل اصلي خاوند ته وسپارل شو.