يو باب کور خپلې اصلي څښتنې ته وسپارل شو

يو باب کور خپلې اصلي څښتنې ته وسپارل شو

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو څېړنې او تحت تأمين رياست نن پنجشنبه (صفرالمظفر ۲۹مه/ وږي ۲۳مه) په کابل ښار کې يو باب کور له څېړنې وروسته خپلې اصلې څښتنې ته وسپاره.
دا دوه پوړيز کور چې د کابل ښار لسمې ناحيې اړوند وزير اکبرخان ديارلسم سرک دوهمه کوڅه کې موقعيت لري، د احمد احمدي په نامه يو تن غصب کړی و چې له فتحې وروسته د اسلامي امارت مجاهدينو پخپله ولکه کې واخيست او تر اوسه يې ساتنه کېدله.
نن ورځ ياد کور د چارو ادارې لوی رياست د کورونو د څېړنې او تحت تأمين رياست د استوګنيزو ودانيو د اسنادو د تحليل مسؤل مولوي عبدالولي حامد له لوري خپلې اصلې مالکې ته چې د کابل اصلي اوسېدونکې ده؛ وسپارل شو او هغې د کور د سپارلو له امله له اسلامي امارت څخه مننه وکړه.
بايد وويل شي چې د چارو ادارې لوی رياست د کورونو د څېړنې او تحت تأمين رياست د کورنيو چارو وزارت او استخباراتو لوی رياست سره په ګډه په پلازمينه کابل او ولايتونو کې د غصب شويو کورونو د خلاصون او خپلو مالکينو ته د سپارلو چارې پرمخ وړي چې تر اوسه يې تر ۱۰۰ ډېر کورونه بر رسي کړي دي او خپلو اصلي مالکينو ته يې سپارلي دي.