د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې د اسانتیا واحد لخوا، د غضنفر ګروپ له لوري، د ګازي بریښنا د اسټیشن د سویچ فعالولو په موخه، د ۱۸،۵ جریبه دولتي ځمکې د موازې استفادې د حق د لېږد پ

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې د اسانتیا واحد لخوا، د غضنفر ګروپ له لوري، د ګازي بریښنا د اسټیشن د سویچ فعالولو په موخه، د ۱۸،۵ جریبه دولتي ځمکې د موازې استفادې د حق د لېږد په موخه تعقیبيبي غونډه وشوه.

په دې ناسته کې، د ښارجوړونې او اراضۍ وزارت، بریښنا شرکت، د انرژۍ خدماتو د تنظیم ادارې او غضنفر ګروپ استازو برخه لرله.

د ناستې په پای کې، پریکړه وشوه، چې له یادې ځمکې څخه د استفادې د حق په موخه د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت، بریښنا شرکت او د انرژۍ خدماتو د تنظیم ادارې ترمنځ درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شي.