مولوي سيف الدين تائب؛ اهل خلکو ته د مسؤليت سپارل د هېواد د پرمختګ لامل کيږي

مولوي سيف الدين تائب؛ اهل خلکو ته د مسؤليت سپارل د هېواد د پرمختګ لامل کيږي

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې نږدې دوه سوه خالي بستونو لپاره الکترونيکي ازموينې بهير پيل شو.

په دې اړه غونډه چې نن يکشنبه «صفرالمظفر۲۵مه/ وږي ۱۹مه» د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د سلطان محمود غزنوي د غونډو تالار کې جوړه شوې وه، پکې د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې يو شمېر رئيسانو او مسؤلينو ګډون کړی و.

په غونډه کې مولوي سيف الدين تائب وويل اهل خلکو ته مسؤليت سپارل د‌ هېواد او نظام د‌ پرمختک او پياوړتيا لامل کيږي چې په همدې اساس اسلامي امارت د خالي بستونو کانديدانو لپاره د شفافې ازموينې زمينه برابره کړې ده.

ښاغلي تائب وويل چې د امتحان ياده پروسه کې هيڅ ډول انساني لاسوهنه نه کيږي او يوازې هغه څوک چې وړتيا لري د دې ازموينې له لارې کولی شي چې خالي بستونو ته لاره پيدا کړي.

همدا راز په غونډه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس مولوي غلام حيدر شهامت وويل
د دې لپاره چې شفافيت مراعت او عدالت تأمين شي د ادارې اړوند خالي بستونه يې ازادې سيالۍ ته وړاندې کړي چې له مخې به يې سلګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د مسؤلينو په وينا د اسلامي امارت له واکمنۍ راهيسې يادې ادارې تر اوسه د امارت د بېلابېلو وزارتونو او ادارو لپاره له شاوخوا ۲۵۰۰۰ تنو څخه ازموينه اخيستې او يا يې هم نظارت ترسره کړی دی.

همدا راز يادې ادارې د الکترونيکي ازموينې لپاره په تېرو دوو کلونو کې ۳۴۴۰ نوې پوښتنې چمتو کړي دي.

په پای کې د الکترونیکي ازموينې له بهير څخه ليدنه وشوه او دا مجلس په دعا سره پای ته ورسېده.