د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه ترسره شوه

د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه ترسره شوه
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه نن شنبه (صفرالمظفر ۲۴مه/وږي۱۸مه) د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب په مشرۍ ترسره شوه.

دغه اونيزه اداري غونډه چې د چارو ادارې لوی رياست د بېلابېلو رياستونو رئيسانو او جانبي واحدونو مسؤلينو پکې ګډون کړی و، د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې د تېرو غونډو په تعقيب د يو شمېر موضوعاتو په اړه پرېکړې وشوې.

په غونډه کې د کابینې او د عالي کمیسیونونو د چارو د انسجام رياست د رئيس په مشرۍ د يو شمېر رياستونو له استازو څخه تشکيل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه ترڅو د چارو ادارې لوی رياست د کارپوهانو کړنې د يو طرزالعمل له مخې له نږدې وڅاري او په دې برخه کې شته ستونزو ته د حل لارې ولټوي.
همدا راز په غونډه کې د چارو ادارې اړوند سندونو او اړيکو ریاست د سندونو د ساتنې په اړه هم لازم تصاميم ونيول شول.

دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.