د چارو ادارې د تأسيساتو د ساتنې مسؤلين معرفي شول

د چارو ادارې د تأسيساتو د ساتنې مسؤلين معرفي شول
د چارو ادارې لوی رياست د دفاع او امنيت رياست د تأسيساتو د ساتنې جديد الشمول مسؤلين او منسوبين د يوې غونډې په ترڅ کې چې د دې ادارې د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب په مشرۍ جوړه شوې وه، معرفي شول.

دا غونډه چې نن پنجشنبه (صفرالمظفر۲۲ مه/ وږي ۱۶ مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو، ورپسې د اجنډا له مخې مسؤلينو ويناوې وکړې.

مولوي سیف الدین تائب وویل، په اسلامي نظام کې د انسان اصلي حيثيت او عزت تعريف شوی دی او اسلامي امارت یې ساتنه او پالنه خپل مکلفيت ګڼي.
نوموړي همدا راز زياته کړه چې نوي ټاکل شوي مسؤلين بايد خپل مسؤليتونه په ښه توګه اداء کړي او د چارو ادارې لوی رياست اړوند تأسيساتو ساتنه په ښه توګه ترسره کړي.
بل لور ته د چارو ادارې لوی رياست د امارت چارو د انسجام معاونيت وارسي کوونکي قاري عبدالولي صديقي وويل؛ د ادارې اړوند تاسيساتو په ساتنه کې همغږي، ډسپلين او له مراجعينو سره نيک چلند کول اړين دی او جديد الشمول مسؤلين او منسوبين بايد دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
ورپسې د چارو ادارې لوی رياست د لومړي او دوهم ټولي او د تاسيساتو د ساتنې قطعې د لومړي او دوهم ټولي بلوک مشر د ټاکنې په اړه د چارو ادارې لوی رياست مقام حکم د دې ادارې د دفاع او امنيت رئيس مولوي محمود شاه زاهد له لوری ولوستل شو.
دا مجلس د خير په دعا سره پای ته ورسېده.