د پغمان د علماوو شورا په دې ولسوالۍ کې د لويو ديني مدرسو جوړولو غوښتنه وکړه

د پغمان د علماوو شورا په دې ولسوالۍ کې د لويو ديني مدرسو جوړولو غوښتنه وکړه
د پغمان ولسوالۍ د ستونزو د حل په اړه د دې ولسوالۍ د ديني علماوو او قومي مشرانو او د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست ترمنځ غونډه وشوه.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه (۲۱ صفر المظفر/۱۵ وږي) د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د پغمان ولسوالۍ لسګونه تنه، علماوو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.
د يادې ولسوالۍ ديني عالمانو او قومي مشرانو په دې ولسوالۍ کې د لويو مدرسو، پوهنتون، ښوونځيو، روغتونونو، اوبو بندونو او سرکونو جوړولو غوښتنه وکړه او له اسلامي امارت څخه يې وغوښتل چې په دې برخه کې ستونزو ته رسېدنه وکړي.
مولوي محمد اسحق اخندزاده ديني عالمان او قومي مخور د ولس خدمتګاران وبلل، د ستونزو حل په اړه يې ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې غوښتنې به يې د حل لپاره د رياست الوزراء عالي مقام او اړوندو ادارو سره شريکې کړي.
بايد وويل شي چې په دې غونډه کې د پغمان ولسوالۍ ديني عالمانو او قومي مشرانو له اسلامي امارت څخه ملاتړ اعلان کړ او زياته يې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د امير اطاعت واجب دی.
دا مجلس چې د قرآنکريم په تلاوت پيل شوی و، د خير په دعا پای ته ورسېد.