د ښارواليو چارو د سمون رياست مسؤلينو د UNOPS مؤسسې له استازو سره وليدل

د ښارواليو چارو د سمون رياست مسؤلينو د UNOPS مؤسسې له استازو سره وليدل

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون رياست مسؤلينو د UNOPS مؤسسې له استازو سره تعرفي غونډه وکړه او په يو شمېر موضوعاتو يې بحث وکړ.
دغه غونډه چې د ښارواليو چارو د سمون رياست د ښاري حکومتولۍ رئيس مفتي محمد يعقوب شرافت په مشرۍ جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د يادې مؤسسې يو تن مسؤل نجيب الله اميري د UNOPSمؤسسې د فعاليتونو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
د ښاغلي اميري په وينا د ښارواليو چارو د سمون لوی رياست، اقتصاد وزارت او کابل ښاروالۍ سره يې د ښارواليو د چارو د سمون رياست په همکارۍ د یوې هوکړې له مخې د کابل ښار سربېره په ۷ نورو ولایتونو کې هم فعاليت کوي.
هغه وويل چې په يادو ۷ ولايتونو کې (۳۵۵) پروژې پيل شوې وې، چې تر دا مهاله يې (۷۷) تکميل شوي دي، ۱۱۱ د تطبيق په حال کې دي، ۷۶ پروژې په تدارکاتي پړاو کې دي او ۹۱ نورو پروژو لپاره د طرح او ډيزاين چارې روانې دي.
ښاغلي اميري ويلي دي چې دا امتحاني پروژه چې د 2022مئ څخه د 2024 تر اپرېل پورې به دوام وکړي، د بريا په صورت کې به د يادې مؤسسې فعاليتونه نورو ولايتونو ته هم وغځيږي.
د ښارواليو چارو د سمون رياست له لوري د يادې مؤسسې له استازو سره په دې غونډه کې د هر اړخیزې همکاري او همغږۍ غونډو جوړولو، د فعاليتونو په اړه د راپورونو د شريکولو، وروسته پاتې ولايتونو ته پاملرنه کولو او يو شمېر نورو موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.