د سياحتي او روغتيايي شرکتونو د ستونزو حل په اړه غونډه وشوه

د سياحتي او روغتيايي شرکتونو د ستونزو حل په اړه غونډه وشوه
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست د يو شمير سياحتي او روغتيايي شرکتونو د ستونزو د حل په اړه غونډې وکړه.

دغه غونډه چې نن سه شنبه (۲۰ صفر المظفر/ وږي ‍‍۱۴ مه) د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده په مشرۍ جوړه شوې، پکې د اتحاديې يو شمېر غړو هم ګډون کړی و، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې پر اجنډا بحث وشو.

د سياحتي او روغتيايي اتحاديې رئيس احمد سير رحيمي د خپلو ستونزو او مشکلاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او له اسلامي امارت څخه يې وغوښتل چې پانګوالو او خصوصي سکتور ته د پام وړ اسانتياوې رامنځته کړي.

مولوي محمد اسحق اخندزاده د يادې اتحاديې د فعاليتونو ستاينه وکړه، هغوی ته يې استازو ته یې ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به يې په ښه توګه رسېدنه کيږي او زياته يې کړه چې مشکلات به يې له اصولو سره سم د حل لپاره د رياست الوزراء عالي مقالم او اړوندو ادارو سره شريک شي.
دا مجلس د خير په دعا پای ته ورسېده.