مولوي سيف الدين تائب؛ د مشرتابه له لوري مؤظف شوي مسؤلين د پياوړې ارادې خاوندان دي

مولوي سيف الدين تائب؛ د مشرتابه له لوري مؤظف شوي مسؤلين د پياوړې ارادې خاوندان دي

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو مرستيال د معرفي په غونډه کې برخه واخيسته.

په دې اړه غونډه چې نن سه شنبه «صفرالمظفر۲۰مه/ وږي ۱۴ مه» د کابل ښاروالۍ د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب خبرې وکړې.

ښاغلي تائب وويل، تغير او تبديل د حکومتولۍ اصل دی او د اسلامي امارت مشرتابه د خپل لزوم ديد له مخې مسؤلينو ته مسؤليت سپاري.

نوموړي وويل چې په اسلامي امارت کې مؤظف شوي مسؤلين چې د مشرتابه له لوري مسؤليت ورسپارل کيږي؛ د پياوړې ارادې خاوندان دي او خپل مسؤليتونه په ښه توګه سرته رسوي.

په پای کې ښاغلي تائب د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو مرستيال مولوي محمد نبي عثماني د ټاکنې په اړه د اميرالمؤمنين حفظه الله حکم ولوست او نوموړي ته يې په ښه توکه د خپل مسؤليت اداء کولو هيله وکړه.