د عوایدو د شفافیت اړوند غونډه وشوه

د عوایدو د شفافیت اړوند غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی ریاست د ملي اقتصاد او زیربناوو ریاست په مشرۍ د ماليې او کانونو او پټرولیم وزارت له استازیو سره غونډه کې د عواید پر شفافیت بحث وشو.

دا ناسته چې نن د صفر المظفر ۱۱مه (د وږي ۵مه) د چارو ادارې لوی ریاست د ناستو په تلار کې وشوه، د قرآن کریم له تلاوت وروسته د اجنډا پر محتویاتو خبرې پیل شوې.

د ملي اقتصاد او زیربناوو رئیس مولوي فیروزخان د هرکلي تر څنګ یاده کړه، چې د ماليې او کانونو او پټرولیم وزارتونو استازي دي خپلې طرحې، نظرونه او وړاندیزونه د بحث لپاره شریک کړي.

د ماليې وزارت د ګمرکاتو عمومي رئیس عبدالمتین سعید او د کانونو او پټرولیم وزارت د عوایدو د تنظیم رئیس محمد رسول عقاب د یادو وزارتونو به استازیتوب خپل نظریات له ګډونوالو سره شریک کړل.

په دې جلسه کې د عوایدو د لا شفافیت او ښه خوندیتوب لپاره د الیکترونیکي سیستم اړوند پر جزییاتو مفصل بحث وشو.

ناسته د خیر په دعا پای ته ورسيده.