د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه ترسره شوه

د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه ترسره شوه

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه نن شنبه (صفرالمظفر ۱۱مه/وږي ۴مه) د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب په مشرۍ ترسره شوه.  دغه اوونيزه اداري غونډه چې د چارو ادارې لوی رياست د بېلابېلو رياستونو رئيسانو او جانبي واحدونو مسؤلينو پکې ګډون کړی و، د قرانکريم په تلاوت پيل شوه.

ورپسې ښاغلي مولوي سيف الدين تائب پخپلو مقدماتي خبرو کې مسؤلينو ته د شريعت له احکامو سره سم او په ښه توګه د ورسپارل شویو مسوليتونو سرته رسولو سپارښتنه وکړه.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د دفاع او امنيت رئيس مولوي محمود شاه زاهد په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، تر څو د ادارې اړوند اضافي اجناس او وسايط وڅيړي او ګزارش يې راتلونکې غونډې ته د تصميم لپاره وړاندې کړي.  همدا راز د فساد په وړاندې د مبارزې د جديت او د چارو ادارې لوی رياست اړوند ساحو کې د اوبو د نشتوالي او اړتيا پوره کولو په اړه هم بحث وشو او لازم تصاميم ونيول شول.

دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.