د کابینې درېیمه غونډه؛ د برېښنا بیې د کمولو اړوند بحث وشو

د کابینې درېیمه غونډه؛ د برېښنا بیې د کمولو اړوند بحث وشو
د روان هجري قمري کال د کابینې په درېیمه غونډه کې د نورو پرېکړو او تصامیمو تر څنګ د برېښنا ضایعاتو د سلنې کمولو، د معاشونو کنټرول، اړوندو هېوادونو سره د مفاهمې له لارې د برېښنا د بیې کمولو او تعرفې اړوند یو پلاوي ته مسؤلیت وسپارل شو.
دا پلاوی چې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ ټاکل شوی، د سیمو، منابعو او یا هم د برېښنا د استعمال د کچې له مخې د برېښنا تعرفي د تفاوت د جواز او نه جواز اړوند له مرکزي دارالافتاء په استفتاء هم ګمارل شوی دی.
یاده غونډه چې د صفرالمظفر په پنځمه (د زمري۳۰مه) د ښاغلي رئیس الوزراء‌ الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ دایره شوه، د قرآن کریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته پر اجنډا بحث وشو.
دې ناسته کې همدارنګه د کلیو بیا رغونې او پراختیا سرپرست وزیر په مشرۍ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست استازیو په ګډون پلاوي ته، په تېره اداره کې د امنيتي پوستو او بېسونو لپاره نیول شویو شخصي یا امارتي ځمکو اړوند دنده وسپارل شوه، چې په تفصیلي راپور کې يې تفکیک، په نښه او د تصمیم لپاره کابینې ته وړاندې کړي.
په غونډه کې همدارنګه د ښاري فاضلابو لپاره د مناسب ځای طرحه تائید او همدارنګه ټولو امارتي ادارو او وزارتونو ته دنده وسپارل شوه چې د دوی اړوند ورک شویو توکو او وسایطو پلټنه وکړي، ويې مومي او کوم چې ناممکن وي د معتمدینو له جمع څخه د وضع کېدو د اجازې لپاره دې يې د ریاست الوزراء درانه مقام ته ولېږي.
دا ناسته د خیر په دعا پای ته ورسېده.