کابل؛ يوه اونۍ کې درېیم کور اصلي خاوند ته وسپارل شو

کابل؛ يوه اونۍ کې درېیم کور اصلي خاوند ته وسپارل شو

د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو څېړنې او تحت تأمين رياست نن يکشنبه (صفر المظفر ۵مه/ زمري ۲۹ مه) يو باب کور له څېړنې وروسته خپل اصلي مالک ته وسپاره، چې په دې توګه دا په تېره يوه اونۍ کې درېيم کور شو چې خپل اصل خاوند ته سپارل کيږي.
دا دوه پوړيز کور چې د کابل ښار لسمې حوزې اړوند وزير اکبر خان په ديارلسم سرک کې موقعيت لري، د کورونو د څېړنې او تحت تأمين رياست يو تن مسؤل مولوي لعل محمد برهاني په وینا له فتحې مخکې پکې يو شمېر بهرني اتباع اوسېدل چې وروسته د مجاهدينو له لوري ساتل کېده او نن خپل اصلي مالک ته وسپارل شو.
د کور مالک فيض الدين د سجاء الدين زوی چې د کندهار اصلي اوسېدونکی دی د کور د بېرته سپارلو په اړه له اسلامي امارت څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې کور يې له فتحې مخکې بهرنيانو سره و چې له فتحې وروسته مجاهدينو ساتلی و او اوس يې بېرته راوسپاره.
باید وویل شي، د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو څېړنې او تحت تأمين رياست تر اوسه نږدې ۱۰۰ کورونه خپلو اصلي مالکينو ته سپارلي چې په تېره يوه اونۍ کې دا درېیم کور شو چې خپل اصلي مالک ته وسپارل شو.