کابل ښار کې يو باب کور خپل اصلي خاوند ته وسپارل شو

کابل ښار کې يو باب کور خپل اصلي خاوند ته وسپارل شو

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو څېړنې او تحت تأمين رياست نن پنجشنبه(صفر المظفر لومړۍ/ زمري ۲۶ مه) يو باب کور له څېړنې وروسته خپل اصلي مالک ته وسپاره.

دا دوه پوړيز کور چې د کابل ښار لسمې حوزې اړوند وزير اکبر خان په لسمه کوڅه کې موقعيت لري، له ازادۍ وروسته د اصلي مالک په نشتون کې د اسلامي امارت د مجاهدينو له لوري ساتل کېده چې نن د یاد ریاست د تحت تأمين او رفع تأمين مسؤل مولوي محمد شفيق حقاني له لوري خپل اصلي مالک ته وسپارل شو.

د کور مالک ډاکټر فريد احمد همايون چې د کابل اصلي اوسېدونکی دی له اسلامي امارت څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې کور يې له فتحې مخکې بهرنيانو سره و چې له ازادۍ وروسته مجاهدينو ساتلی و او اوس يې بېرته راوسپاره.

بايد وويل شي چې د چارو ادارې لوی رياست د کورونو د څېړنې او تحت تأمين رياست د کورنيو چارو وزارت او استخباراتو لوی رياست سره په ګډه په پلازمينه کابل او ولايتونو کې خپلو مالکينو ته د کورونو د سپارلو چارې پرمخ وړي چې تر اوسه يې ۱۰۰ کورونه بر رسي کړي دي او خپلو اصلي مالکينو ته يې سپارلي دي.