د چارو ادارې لوی رئیس؛ افغانان له يو صالح او باکفايته قيادت څخه برخمن دي

د چارو ادارې لوی رئیس؛ افغانان له يو صالح او باکفايته قيادت څخه برخمن دي

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور نن پنجشنبه«صفر المظفر لومړۍ/ زمري ۲۶ مه» د بدني روزنې، ورزش او اولمپيک ملي کمېټې د نوي رئيس د معرفي په غونډه کې ګډون وکړ.

په دغه غونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل چې دا د نيکبختۍ خبره ده چې افغانان له کلونو جګړو ورورسته اوس له يو صالح او باکفايته قيادت څخه برخمن دي.

شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل اسلامي امارت د يو مسؤل په ټاکنه کې د چا تر تاثير لاندې‌ نه دی او د چارو د ښه سرته رسېدو لپاره وړ خلک په دندو ګوماري.

نوموړي وويل چې څوک د اسلامي امارت په يو منصب ګمارل شوي دي، دوی له وړاندې ددې د ترلاسه کولو هڅه نه ده کړې او نه هم دا منصب امتياز ګڼي مګر مسؤليت يې ګڼي، همدا راز که څوک له لوړ منصب نه ښکته راځي يا هم له دندې لرې کيږي، نو په اړه يې خفګان نه کوي او د امير د امر اطاعت کوي.

ورپسې د چارو ادارې لوی رياست د نظارت او ارزيابۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب د ښاغلي احمدالله وثيق د تقرر په اړه د رياست الوزراء حکم ولوست او د پخوانيو مسؤلينو د خدماتو قدرداني يې وکړه.

ښاغلي تائب د اولمپيک له مسؤلينو غوښتنه وکړه چې کدرونه او هغه شخصيتونه چې هېواد ته وياړونه راوړي تقويه او تشويق کړي.

دا غونډه کاري دفتر ته د ښاغلي مولوي احمدالله وثيق د ورتګ او دعا سره پای ته ورسېده.