کابل ښار کې يو باب کور خپل اصلي خاوند ته وسپارل شو

کابل ښار کې يو باب کور خپل اصلي خاوند ته وسپارل شو
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو څېړنې او تحت تأمين رياست نن چهارشنبه (محرم الحرام۳۰مه/ زمري ۲۵ مه) يو باب کور له څېړنې وروسته خپل اصلي مالک ته وسپاره.

دا درې پوړيز کور چې د کابل ښار لسمې حوزې اړوند شېرپور سيمه کې موقعيت لري، له فتحې وروسته د اصلي خاوند له ولکې وتلی و چې د چارو ادارې لوی رياست د کورونو د څېړنې او تحت تأمين رياست له لوري خپل اصلي مالک ته وسپارل شو.

دا د بلخ ولايت اوسېدونکې ميرمن منيره بنت محمد موسی کور دی، نوموړې اوسمهال په افغانستان کې نشته او کر یې شرعي وکيل قاري غلام محمد ولد يار محمد ته د چارو ادراې لوی رياست د کورونو څېړنې او تحت تأمين رياست، استخبارتو، لسمې حوزې استازو او د ګذر وکيل په شتون کې وسپارل شو.

د چارو ادراې لوی رياست د کورونو د څېړنې او تحت تأمين رياست د کورونو او جايدادونو د بررسۍ مسؤل قاضي عبدالولي حامد وويل چې اسلامي امارت له فتحې وروسته تر دا مهاله ۹۷ کورونو له غصب او نيواک خلاص کړي، خپلو اصلي مالکينو ته يې سپارلي او دا بهير لا دوام لري.

د کور د اصلي خاوندې ميرمن منيره وکيل قاري غلام محمد حقدار ته د خپل حق د سپارلو له امله د اسلامي امارت له مسؤلينو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې د ياد کور په اړه اسلامي امارت ته عارض شوی و، چې اوس يې تسليمي ترلاسه کړه.

بايد وويل شي چې د چارو ادارې لوی رياست د کورونو د څېړنې او تحت تأمين رياست د کورنيو چارو وزارت او استخباراتو لوی رياست سره په ګډه په پلازمينه کابل او ولايتونو کې د غصب شويو کورونو د خلاصون او خپلو مالکينو ته د سپارلو چارې پرمخ وړي چې تر اوسه يې ۱۰۰ کورونه بر رسي کړي دي او خپلو اصلي مالکينو ته يې سپارلي دي.