د کوچيانو مشران؛ د اسلامي امارت ملاتړ کوو

د کوچيانو مشران؛ د اسلامي امارت ملاتړ کوو

د هېواد د کوچيانو مشرانو او استازو د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده سره په ليدنه کې له اسلامي امارت

څخه د خپل ملاتړ د اعلان ترڅنګ د خپلو يو شمېر ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
په دې اړه غونډه چې نن چهارشنبه (محرم الحرم ۳۰مه/ زمري ۲۵) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د اجنډا په اساس بحث وشو.
په دغه ناسته کې د کوچيانو مشرانو او استازو پخپلو ميشت ځايونو کې، د وچکاليو له امله د څړځايونو د وچېدو، د ديني مدرسو، ښوونځيو او کلينک د نه شتون او د برېښنايي تذکرې او پاسپورټ په برخه کې د شته ستونزو د حل او اسانتيا رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس وویل؛ اسلامي امارت د افغانستان د ټولو قومونو ستونزو حل ته ژمن دی او دا يې مسؤليت دی، په وينا يې چې اسلامي امارت به د کوچيانو ښوونيزو او ټولو ستونزو ته رسيدنه کوي.
په پای کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د کوچيانو له استازو څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلې بڼه د چارو ادارې لوی رياست سره شريکې کړي ترڅو د حل لپاره عالي مقام ته وړاندې شي.
دا جلسه د خير په دعا پای ته ورسېده.