د چارو ادارې لوی رئیس؛ په اداري چارو کې خپلمنځي همکاري او همغږي اړينه ده

د چارو ادارې لوی رئیس؛ په اداري چارو کې خپلمنځي همکاري او همغږي اړينه ده

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه نن شنبه«محرم الحرام ۲۶ مه/ زمري ۲۱ مه» د شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په مشرۍ ترسره شوه.

دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه ورپسې د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور اصلاحي وينا وکړه او په اداري چارو کې د کارمندانو ترمنځ خپلمنځي همکاري او همغږي اړينه او اغيزمنه وبلله.

ښاغلي انور وويل‌ د چارو ادارې لوی رياست مسوولين بايد خپلې چارې د اسلامي امارت د اصولو له مخې پرمخ يوسي او همدا راز له خلکو سره ښه چلند وکړي.

ورپسې په اداري غونډه کې د تېرو اونيزو اداري غونډو د پرېکړو په تعقيب په يو شمېر مسايلو او موضوعاتو بحث وشو او په اړه يې لازم تصاميم ونيول شول.

دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.