د داوطلبۍ خبرتيا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د داوطلبۍ په دې پروسه کې برخه واخلي او د شرطپاڼې کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې ترلاسه او خپل افرونه دې د تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل ددې اعلان له نشر څخه د افر پرانیستې نېټې پورې تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د چارو ادارې لوی رياست د تعمیراتو د ساتنې او مراقبت رياست لپاره د اړتيا وړ مرکز ګرمۍ اجناس
د داوطلبۍ شمېره: AOP/G/006/1402/NCB/RE2
بانکي ضمانت: 99،500 (نهه نوي زره پنځه سوه افغانۍ)
د افر پرانیستې نېټه: ۱۴۰۲ /سنبلې/ ۱۵مه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې
د اړیکې شمېره: 0202143795
ادرس: د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست، د تدارکاتو ریاست، د معدن پخوانی تعمير پښتونستان واټ - کابل افغانستان
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي