د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس؛ له داخلي توليداتو ملاتړ د ټولو افغانانو ملي مسؤليت دی

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست له لوري د رياست الوزراء عالي مقام د شفاهي هدايت له مخې د اړوند امارتي ادارو او درملو او روغتيايي محصولاتو د اتحاديې له استازو سره غونډه وشوه.

دغه غونډه چې نن دوشنبه «محرم الحرام ۲۱مه/ زمري ۱۶ مه»د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده په مشرۍ جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د اتحاديې د استازو له لوري د شته ستونزو د حل په اړه بحث وشو.

په غونډه کې د درملو او روغتيايي محصولاتو د اتحاديې استازو د درملو د تولید په برخه کې په خامو موادو د ګمرکي تعرفو زياتوالي او په افغانستان کې د فعاليت کوونکو روغتيايي مؤسسو له لوري له بهر څخه د درملو د توريد د مخنيوي په برخه کې د همکارۍ او د داخلي روغتيايي توليداتو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

په دغه غونډه کې چې د عامې روغتيا، صنعت او سوداګرۍ، ماليې او کورنيو چارو وزارتونو او خوړو او درملو ملي ادارې استازو ګډون کړی و، د ستونزو د حل په اړه هر اړخيز بحث وشو.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د داخلي توليداتو ملاتړ د ټولو افغانانو ملي مسؤليت وباله او زياته يې کړه چې کورنۍ فابريکې هم بايد د شته معيار د ساتلو په برخه کې متوجه واوسي.

نوموړي په غونډه کې د ګډون کوونکو بېلابېلو امارتي ارګانونو استازو ته دنده وسپارله ترڅو د يادو ستونزو د دايمي حل لپاره خپلمنځي ناستې وکړي او خپل نظريات دې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست سره شريک کړي ترڅو يې د رياست الوزراء عالي مقام ته د‌ منظورۍ لپاره وړاندې کړي.

دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.