د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس: رسنۍ باید اسلامي ارزښتونو ته په پام نشرات وکړي

د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيس مولوي محمد اسحاق آخندزاده د هېواد د رسنیو له استازو سره په کتنه کې له هغوی څخه د ملاتړ تر څنګ وویل: رسنۍ د خلکو د پوهاوي په موخه باید په مختلفو ابعادو کې له اسلامي ارزښتونو سره سم نشرات وکړي.
د رسنیو د استازیو په ګډون د دوی د ستونزو او غوښتنو په اړه نن چهارشنبه (محرم الحرام ۱۶/زمري ۱۱مه) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو تالار کې غونډه وشوه.
د رسنیو استازیو د افغانستان اسلامي امارت له همکارۍ څخه مننه وکړه او په مالي، د نړیوالو نهادونو همکاري او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخو کې د لا ډېرو همکاریو غوښتونکي شول.
د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس هېواد کې د رسنیو فعالیتونه وستایل او د ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې یې د مشترک کار غوښتونکی شو هغه وویل: « اړینه ده چې رسنۍ خپلې برنامې د اسلامي شریعت په برابر جوړې او اسلامي برنامو ته پام وکړي.»
پای کې د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس ژمنه وکړه چې د رسنیو ستونزې او غوښتنې به له رهبري او د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره شریکې کړې او د حل په برخه کې به یې هڅه وکړي.
دغه غونډه چې د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوې وه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.