د چارو ادارې مالي او اداري مرستيال؛ اسلامي امارت کې د هيچا حقوق نه ضايع کيږي

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال مولوي محمد صابر المعتصم بالله د تېرې ادارې د متقاعدينو له استازو سره وليدل او د هغوی ستونزې يې واورېدې.

دغه غونډه چې نن سه شنبه «محرم الحرام ۱۵مه/ زمري ۱۰ مه» د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال مولوي معتصم بالله په کاري دفتر کې ترسره شوه د متقاعدينو استازو د خپل تقاعد ترلاسه کولو غوښتنه وکړه.

دوی د اسلامي امارت د همکارۍ مننه وکړه او ضمناً يې هیله وکړه چې د تقاعد پر وخت ادا کولو کې نور هم خپله مرسته ونه سپموي.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال د متقاعدينو خدمات وستايل، هغوی يې د ولس او افغانستان خادمان وبلل او د ستونزو د حل ډاډ يې ورکړ.

ښاغلي مولوي معتصم بالله په خپلو خبرو کې وويل چې اسلامي امارت د خلکو خدمت ته ملا تړلې ده او په دې برخه کې حقدار ته د حق سپارلو په هڅه کې دی او په وينا يې چې اسلامي امارت کې د چا حقوق نه تلف کيږي.

دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.